اشتراک سالانه مگیران
Oct. 3, 1401

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبری هئیت ، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي د لومړي نړیوال ژورنال ته د اعتبارنامې ورکولو په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ، په ناسته غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه،د خصوصی پوهنتونونو دیٔسانو او استادانو ګډون درلود . لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د پیل وینا وکړه او د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي راتګ ته د هرکلي ترڅنګ يې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړیوال ژورنال د جوړیدو او په نړیواله درجه بندۍ کې د دغه پوهنتون د شامیلیدو له امله خوښي څرګنده کړه .